IQNA

امریکا ته د سردار عبداللهی خبرداری!

د جنګ اور به د سیمې له ناامنۍ  ورهاخوا لا پراخ شي

6:24 - June 12, 2026
د خبر لمبر: 3492899
د حضرت خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي غونډ قوماندان امریکا ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې که یو ځل بیا پر اتل ایران برید وکړي، نو تر پخوا به له لا سخت ځواب سره مخ شي او د جنګ  اور به نه یوازې په سیمې کې ناامني زیاته کړي، بلکې لا پراخ او له سیمې به ورهاخوا وغزیږي.

ایکنانیوز راپور راکړ، د حضرت خاتم الانبیاء (ص) د مرکزي  غونډ قوماندان، سردار ستر جنرال علي عبداللهي، د امریکا د هغو ګواښونو په ځواب کې چې پر ایران د برید په اړه ئې کړي، یو پیغام خپور کړی چې  وئيلي ئې دي،امریکا له یوې خوا د هوکړې او خبرو اترو ډڼډورې وهي، خو له بلې خوا شرارت او تېري کوي. د امریکا په وینا او عمل کې دا ښکاره تضاد په سیمې کې د ناامنۍ اصلي لامل دی او له همدې امله ئې د نړیوالې سوداګرۍ، اقتصاد او هېوادونو امنیت، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي امنیت له خطرې سره مخ کړی دی.

 هغه ووئيل؛د امریکا مشران د ایران د قدرمن ، زړَور ملت او د هغه د قدرتمنو وسله‌والو ځواکونو د سمې پېژندنې د  نه درلودلو  له امله د یوې باطلې او تکراري کړۍ په منځ کې ګیر دي، او د امریکا پرله‌پسې دروغ د همدغه حالت یوه نښه ده.

سرگردانی راهبردی ترامپ در برابر ایران - همشهری آنلاین

دوي به هېڅکله د تبلیغاتو او رسنیز  جنګ له لارې  د ایران له اسلامي جمهوریت سره په جنګ کې خپلې پرله‌پسې ماتې او سپکاوی جبران نه کړئ شي او یا هم خپل  جنګ غواړی  خوي نشي پټولی.

 سردار عبداللهی په زغرده ووئیل؛ مونږ خبرداری ورکوو چې که امریکا یو ځل بیا وغواړي د اتل ایران پر ضد بریدونه و کړي، نو تر پخوا به له لا سخت ځواب سره مخ شي، او د جګړې اور به د سیمې له ناامنۍ هاخوا لا پراخ  شي.

 د خاتم الانبیاء مرکزي غونډ قوماندان ووئیل؛د ایران د تیلی تاسیساتو پر ضد د امریکا د وروستیو ګواښونو په پام کې په  نیولو سره، اعلان کوو چې یا به د تیلو او ګیسو صادرات د ټولو لپاره وي، او یا به ئې هېڅوک  هیڅ امکان ونه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4357669

captcha